محمد اشرف غني خلیل زاد سره وکتل

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهوررئیس غني او نورو حکومتي چارواکو ته د سولې پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو یو ځل بیا د بین الافغاني ډیالوګ پر احیا ټینګار وکړ او دا یې په راتلونکي کې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره مهم وباله.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments