محمد اشرف غني به نن ولسمریزو ټاکنو لپاره نومونه وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: تاکل شوې نن چې د ولسمشریزو ټاکنو د نومونې وروستنۍ ورځ ده ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریس داکتر عبدالله عبدالله نومونه وکړي.
هغه د ځان لپاره امرالله صالح او سرور دانش د لومړي او دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
صالح وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت له څوکۍ په شا شو او دغه دنده د انجینیر ضیا په نامه یو کس ته سپارل شوي کوم چې د استخباراتو په برخه کې پراخه کاري تجربه لري او د احمدشاه مسعود پر مهال د هغه نږدې همکار وو.
په‌دې سره د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله بشپړه او په ټاکنو کمېسیون کې د نوم‌لیکنې له‌پاره چمتو شوې‌ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‌ویش له‌مخې، د ولسمشري نوماندان د مرغومي تر ۳۰ مې پوري کولای شي ځانونه ثبت کړي.
له‌‌دې مخکې داسې ګنګوسې وې چې ښایي د نوم‌لیکنې موده اوږده شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان کړی و چې دا نېټه نه غځول کېږي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments