محمداغه کې عملیات روان دي

comments 0

هندوکش: د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي ، له دوو ورځو راهیسې د محمداغې په یو شمیر سیمو کې عملیات پیل شوي چې تر دا مهاله په کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

د لوګر د پولیسو په خبره، تیره ورځ د کابل بګرامیو ولسوالۍ د امنیت مدیر چې وسله والو تښتولی و د محمداغې په زرغون ښار سیمه کې افغان ځواکونو د وسله والو له منګلو ژغورلی دی.

د یو بل خبر له مخې وسله والو د لوګر په ازره ولسوالۍ کې وسله والو یو ملکي وګړی له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلی خو امنیه قومانداني وایي چې دې کس له حکومت سره هیڅ راز همکاري نه درلوده

Comments

Leave a Reply