محقق نه زموږ استازیتوب کوي او نه يي خبرې د افغانستان په ګټه وې

comments 0

هندوکش ـ کابل: دا د هغو لاریون کونکو د شعار يوه برخه وه چې د کابل په زړه کې را ټول شوي وو او په ایران کې يي د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دوهم مرستيال محمد محقق پر ضد لاریون کړی وو.

لاریون کونکي چې ډيری يي هزاره ګان او شيعه وو وویل چې محقق نه د دوی مشر دی او نه يي خبرې د دوی په استازيتوب کړي دي بلکه برعکس محقق په ورته خبرو سره نور هم افراطيت او مذهبي کرکو ته زمينه سازي کوي.

دوی په خپلو شعارونو کې محقق په ایران پورې تړلی کس وباله او ويي ويل چې په حکومت ډيری پردیو ته د خوش خدمتي په لړ کې قومي، سمتي، ژبنیو او نژادي عقدو ته لمن وهي چې دا په دې حساس وخت کې د ملت په خیر نه دي.

ياده دې وي چې د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق په ایران کې په يوه ناسته کې په عراق او سوریه کې د ایران له لوري دې جګړې ته د پيسو په بدل کې استول شوي افغانان ستايلي وو.

نوموړي په ښکاره په  دې ناسته کې د ایراني سپاهي قومندان سلیمان رول ستايلی وواو ويلي يي وو چې فاطميون يوه مقدسه ډله وه.

فاطميون هغه مظلوم افغانان وو چې د پيسو، تابعيت ورکړې او ځينو نورو امتیازونو په بدل کې ایراني استخباراتو په سوریه او عراق کې  دجګړې کولو ته اړ کړي وو چې د همدې وحشتونو له امله څو ځلې داعش تکفيري ډلې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر مساجدو، تکاياوو او نورو ځایونو بريدونه وکړل.

محقق او ده ورته ډيری شیعه مشران چې ایراني تمایلات لري تل يي په ورته ناستو کې د افغانستان تر ملي ګټو د بادار هیواد ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply