محقق له دندې لیرې شو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر په یو فرمان کې د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق عزل کړی دی.
په فرمان کې راغلي چې د اساسي قانون ۶۴مې مادې ۱۳ فقرې سره سم د اجرایه ریاست عزل منظور دی.
تر دې وروسته محقق نه شي کولای چې د اجرایه ریاست د دویم مرستیال امتیاز واخلي او له دې ادرس څخه ګټه واخلي.
محمد محقق د ملي یووالي حکومت په هوکړه کې د اجرایه ریاست دویم مرستیال ټاکل شوی و او وروسته له هغې له دندې لیرې شو چې د اعتدال او سولې ټيم کې د دویم مرستیال په توګه وټاکل شو.
سپوږمۍ پوپل

Comments