محسین داوړ: قریشي د پاکستان که د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی

comments 0

هندوکش پاکستان: د پښتون ژرغورني غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ورستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او ويلي چې سړی حيران شې چې شاه محمود قريشي د پاکستان که د طالبانو د بهرنيو.چارو وزير دی.
ښاغلی داوړ زياته کړي، چې قريشي ماښام په يوه تلويزوني خپرونه کې د طالبانو داسي ننګه کوله ته به وايې چې قريشي د هغوی ځانګړی استازی او د هغوی په استازيتوب غږيږې.
محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کې د پارلمان غړو ته وايې شرم دی د پاکستان لپاره د پاکستان تر ټولو لوړ رتبه ډپلومات هم د يوې داسې ترهګرې ډلي(طالبانو) ملاتړ کوي چې هره ورځ په سل ګونو بې ګناه افغانان شهيدان او زخمي کوي.
نه يوازې محسن داوړ د شاه محمود قريشي په ورستيو څرګندونو نيوکې کړي بلکې د قرشي څرګندونو دګڼو افغانان غبرګونو را پارولي دي.
بل پلو بيا د پاکستان او افغانستان تر منځ هم ډيپلوماتیکو ناندريو زور نیولی د یادو هېوادونو ډيپلوماتیکو چينلونو پر يو او بل سختې نيوکې کړي دي.
که څه هم قريشي په ياده تلويزوني مرکه کې د طالبانو ننګه کوله او د هغوی روانې جګړې ته يې مشروعيت ورکول خو له افغان حکومت څخه يې وغوښتل تر څو له طالبانو سره کېنې او روانه جګړه دسولې له لارې هواره کړي.
شاه محمود قريشي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ايا افغان طالبان په کوټه او پېښور کې مرکزونو او شوراګانې نه لري؟
قريشي په ډير محطاطانه ډول په ځواب کې وويل چې تر اوسه هيڅ داسې څه يی نه دي ليدلي چې په پاکستان کې د افغان طالبان مشران شتون ولري.
که څه هم پاکستاني چارواکې په پاکستان کې د طالبانو له شتون څخه انکار کوي خو طالبان او طالب مشران په پاکستان کې مېشت دي او هلته يي مرکزونو او شوراګانې شتون لري په دوحه کې ناست ټول طالب مشران د مشورې کولو لپاره پاکستان ته راځې.
حتي ډيری شنوونکي په دې باور دي چې د طالبانو ټوله قومانده د پاکستان په لاس ده که پاکستان وغواې په طالبانو هر ډول غوښتنې منلای شي خو پاکستان داسې نه کوي هغه څه کوي چې ګټې یې پکې وي.
دادان وزیري

Comments