محب: یواځې افغانانو سیمې ته رامنځ ته شوی ګواښ ختم کړو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له سپوتنیک سره په تازه مرکه کې ویلي، امنیتي ځواکونه او عام افغانان په دې بریالی شو چې سلګونه داعشیان ختم کړي او ددوی مرکزونه له منځه یوسي.
دده په خبره داعش د یوه نظامي قوت په توګه اوس په افغانستان کې ختم شوی دی خو د بشپړو ختمولو لپاره یې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
نوموړی زیاتوي، افغانستان وکړای شول چې په یوازې ځان ټولې سیمې ته یو رامنځ ته شوی ګواښ له منځه یوسي؛ نو اوس د سیمې هېوادونو ته هم پکار ده چې د افغانستان په امن کولو، سولې، پرمختګ او دایمي ثبات کې خپله همکاري وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوې، چې داعش ډله پدې وروستو کې سخته ځپل شوې او د افغان حکومت او او ولسونو د فشار له امله یې سلګونه غړي او مهم قوماندان تسلیم شويدي.
عبید رادپور

Comments