محب پاکستانيو چارواکو ته: طالبان له خپل اثرته خلاص کړئ، تر څو د سولې خبرې نتېجه پیدا کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش ته وویل چې د دغه شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد بجوه سره د طالب مشرانو د کورنیو او د افغان سولې په تړاو ټېلفوني خبرې کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو ټېلفوني خبرو کې ښاغلي محب د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ویلي چې د طالب مشرانو کورنۍ له خپل اثراته وباسي، تر څو طالبان په خپلواک ډول تصمیمونه ونیسي او د سولې روانې خبرې نتېجه پیدا کړي.
سرچینې وویل:« ښاغلي محب صیب د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په واضح ډول وویل، چې د ټولو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ستاسو تر اثرت لاندې دي، تاسو یې پدې وروستیو کې شتمنۍ ور کنګل کړې، دوی پداسې حالت کې په خپلواک ډول نشي کولای د سولې په پروسه کې تصمیمونه ونیسي.»
سرچینې زیاته کړې چې محب له بجوه غوښتي، چې طالب مشرانو ته اجازه ور کړي، تر څو خپلې کورنۍ چېرته یې چې زړه غواړي وباسي. تر څو د تصمیم د نیولو په برخه کې خپلواک شي.
په همدې حال کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د طالبانو د ټولو مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ګرو دي.
سیاسي شنونکی عصمت قانع وایي:« دا چې طالبان د سولې د خبرو تر معمولي پرمختګ وروسته پاکستان ته ځي، لامل يي دا دی چې د دوی کورنۍ په پاکستان کې برمته دي، شتمنۍ يي کنګل شوي دي.»
د طالبانو د چارو څارونکی ولي الله شاهین:« مخکې تصميم دا وو چې د طالب مشرانو کورنۍ به دوحې ته وړل کيږي، خو قطر کې د پاکستان نفوذ ته په کتو طالبان بیا هم ځانونه خوندي نه احساسوي.»
دوی وايي که چیرته د سولې لپاره د پاکستان نيت خراب نه وي، اجازه دې ورکړي چې طالبان خپلې شتمنۍ او کورنۍ له ياد هیواد څخه وباسي او په ډاډه زړه د تصمیم نيولو صلاحيت ومومي.
ښاغلی قانع پر طالبانو د پاکستان د وروستیو بندیزونو د عملي کولو پر موضوع هم شک څرګندوي او پوښتنه را پورته کوي چې که دا کار دوی د افغان سولې د خنډ او یا د خپلو اهدف لپاره نه وي کړی، نو ولې یې پر طالبانو دا تېر نولس کاله بندیزونه نه عملي کول؟
طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي او نه هم پاکستان په رسمي توګه د دغه موضوع پخلی کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments