محب: موقت حکومت د پردیو مداخله ده

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تازه په خپله فیسبوک پاڼه په قطر کې د طالب مرکچي پلاوي غړي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
محب د عباس ستانکزي هغو څرګندونو ته په اشارې چې روسیې ته د خپل سفر پرمهال یې د سولې روانو خبرو بریا د افغان ولسمشر له استعفا سره تړلې ویلې، چې نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.
د نوموړي به خبره، چې موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري او په وینا یې ‏هغوی چې د سولې له خبرو سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې زموږ ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی.
نوموړي ویلې، چې که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتلې وای.
سپوږمي پوپلزۍ

Comments