محب: طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه غواړي.
حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي سکتور له مسئولینو سره په ګډه خبري ناست کې وویل، طالبان له چا سره مشارکت ته چمتو نه دي، بلکې مطلق واک غواړي.
محب وویل: “طالبان نه غواړي، چې مذاکرات وکړي، هغه اطلاعات او معلومات چې لرو یې، هغه دا دي چې طالبان مطلق واک غواړي، بیا هم تکراروم، طالبان مطلق قدرت غواړي، په هیڅ صورت نه غواړي، چې له چا سره مشارکت ولري، که مشارکت هم ولري، هغه کسان چې دوی ته تسلیم شي که دوی(طالبان) وغواړاي، که یوه څه یې په حکومت کې ورکول هغه به هم د طالبانو په خوښه وي.”
ښاغلي محب زیاته کړه، د دې پرځای چې طالبان مذاکرات وکړي، نورو هېوادونو ته په سفرونه ځي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په یاده غونډه کې تمه وښوده چې طالبان به سوله وکړي، خو ټینګار یې وکړ، که دوی جګړې ته پلان لري، له ځنډ پرته به افغان ځواکونه له فعال دفاعي حالت ووځي او حمله به پرې وکړي.
مياخېل وویل: “فعال دفاعي حالت دې ته نه وايي، چې دوی دې استراحت وکړي، هلته د عملیاتو پلان جوړوي، موټر بم چمتو کوي، مقناطسي ماینونه دې جوړوي، هر چېرې چې موږ داسې هستې ووینو ورباندې عملیات کوو، نو په دغه حالت کې موږ فعال دفاعي حالت کې نه یو اوس عملاً د کندهار په ارغنداب او د ننګرهار په شیرزاد او خوګیاڼو کې عملیات روان دي.”
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې۲۲۴ تنه نیولي، چې له ډلې یې ۱۳۰ تنه په ترهګریزو کړونو کې لاس درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments