محب: د سولې لپاره ګډ ټیمونه کار پيلوي

comments 0

هندوکش _کابل: ډیر ژر به د افغان سولې په تړاو د افغانستان او اروپا ګډ ټیمونه کار پیل کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د افغان سولې بهیر کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د عمل پلان او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان او اروپا ګډ ټیمونه به نږدې راتلونکي کې د یاد پلان پر جزییاتو کار پيل کړي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کوبیا ډاډ ورکړی چې اروپايي ټولنه به د افغان دولت او خلکو په خوا کې پاتې شي.
عبید رادپور

Comments