محب: د سولې راتلوونکي پړاوونه دې په افغانستان کې تر سره شي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سولې پروسه له بهرنيو شرايطو را ووځي او له افغاني واقعيتونو متاثره شي، اړتيا ده چې د يادې پروسې راتلونکي پړاوونه باید په کور دننه ترسره شي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، په بهر کې سوله او سوله کوونکي له بیروني شرایطو څخه متاثره وي او په خبره يې تجربو ښوولې چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي. محب زياتوي چې په کور دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي. نوموړی په دې وايي: «مذاکره کوونکي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.»
د افغانستان ملي امنيت سلاکار دا هم وايي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد د ننه تعقیبولو په هدف، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی چې د هیواد هره سیمه کې چې وسلوال طالبان وړانديز کوي، د تاسیساتو جوړولو په شمول بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له قطر ځينو سرچينو خبر ورکړی چې ممکن د سولې روان بحثونه د راتلونکو ۲۰ ورځو پر مخ وځنډېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments