محب: د بهرنیانو پرته هم د وطن د ساتنې ظرفیت او تعهد لرو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي د مؤقت حکومت په اړه د دښمن خپرې شوې اوازې هېڅ حقیقت نلري او حکومت کولای شي اوسنۍ نظام او ارزښتونه د بهرنیانو د ملاتړ پرته هم وساتي.
ښاغلي محب په یوه تازه مرکه کې ویلي.” د مؤقت حکومت په اړه خپرې شوې اوازې د دښمن تبلیغ دی، دا هېڅ حقیقت نلري، موږ د ټولو روانو جریاناتو په سمه توګه د مدیریت کولو وړتیا او تعهد لرو.”
د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي هېچا ته به اجازه ور نکړي چې افغانستان یو بل ناورین ته ور ټېل وهي. ” موږ خپل نظام او ارزښتونه د بهرنیانو د ملاتړ پرته هم ساتلی شو، د اړتیا په صورت کې دا فرصت هم لرو، چې د نورو ملاتړ تر لاسه کړو، موږ په هېڅ صورت بل ناورین ته څوک نه شي ټېل وهلی.”
ښاغلي محب د سولې پروسې په اړه وویل چې حکومت په پوره ځیرکتیا دغه پروسه پرمخ بیایي.” د ملي روغې جوړې عالي شورا به د سولې په برخه کې آسانتياوي برابروي او د پریکړې حق به ونه لري.”
لدې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و، چې د سولې په برخه کې به ولس د پرېکړو حق ولري.
ښاغلی محب داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوي دي.
خو د چارو شنونکي وايي د مرستو له بندیدو سرهــسره هم په هېواد کې د حکومتولۍ او نظام چارې د پخوا په شان پر مخ روانې دي او دا د اوسني نظام د پایښت هیلې پیاوړي کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments