مجيب الرحمن د هند په غوړه لیک کې خپله لومړې جایزه وګتله

comments 0

هندوکش – هندوستان: د هند په تجارتي سیالیو کې تیره ورځ مجیب الرحمن د دریو مهمو لوبغاړو ویکتې واخیستې او د لوبې غوړه لوبغاړې وګنل شو.
په دغه لوبه کي چي لومړی توپوهنه راجهستان لوبډلي وکړه، په ۲۰ اورونو کي يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۲ منډي جوړي کړې. ددوی لخوا بټلر ۵۱ زیاتې منډي جوړي کړې. په توپ اچونه کي مجیب ځدراڼ ۳، انډري ټای ۲، اشوین، راجپوت او پټیل ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.
په ځواب کي د پنجاب لوبډلي ښه پېل ونکړ، او د توپوهنې په پېل کې یې کریس ګېل او اګروال له لاسه ورکړل، خو وروسته د کی ایل راهول سره کرن نایر او مارکوس سټوینز ښه ملګرتیا وکړه او ټاکلی هدف یې په ۱۸.۴ د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.
د برايي شپې په لوبه کي ( کی ایل راهول ) مسوولانه توپوهنه ترسره کړه، چي له پېله تر پایه ودرېد او ۸۲ ناسوځېدلې منډي یې جوړي کړې، چې په پای کي يې په زړه پوري لوبي ترسره کولو سره لوبډلي ته بریا هم ورپه برخه کړه.
مجیب ځدراڼ بيا د توپ اچونې په برخه کې یو ځل بیا ښه وځلېد، او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول.
نوموړي پخپلو ۴ اورونو کي ۲۷ منډي ورکړې او د لوبي غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه. دا د مجیب د آی پي ایل د روانو سیالیو لومړۍ جایزه وه.
آرش احساس

Comments