مجددي خاورو ته وسپارل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي د جنازې لمونځ لومړی په ارګ کې او بیا غازي لوبغالي کې ادا او خاورو ته وسپارل شو.
په ارګ کې د جنازې لپاره ګڼ افغان چارواکي، پخواني جهادي مشران، سیاسي مشران او له کوزې پښتونخوا مشران راغلي و.
ولسمشر مجددي ته د درناوي په موخه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده او ملي بیرغ نیمه ځوړند دی .
ولسمشر محمد اشرف غني، صبغت الله مجددي یو مصلح انسان یاد کړ او زیاته یې کړه، هغه ټول تشریفات چې د یوه ولسمشر لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې ذکر شوي، هغه مراسم به تر سره شي.
د صبغت الله کورنۍ وايي٬ د هغه وروستۍ هیله په هیواد کې د سولې راتګ و، خو دې ارمان پوره کېدو ته ژوندی پاتې نه شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments