متیس له افغان چارواکو سره لیدلي

comments 0

هندوکش – کابل: د امریکا لوړ پوړي پوځي پلاوي د افغان حکومت له مشرانو سره کتلي دي.
د ولسمشر ویاند وايي، په کتنه کې د سولې پر بهیر، د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ، دفاعي او امنیتي برخو کې پر اصلاحاتو، راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او همداراز پاکستان سره پر اړیکو جوړولو بحث شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې د افغان سولې پر بهیر بحث کړی دی.
د امریکا د دفاع وزیر د جمعې په ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي او افغان حکومت ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments