متعصب وکيلان او د تعصب ضد مبارزه: وقارالله دیدار

comments 0

دا څوک درسره مني چې يو قوم په تعصب تورن کړه بل ته عدالت وغواړه، دلته خو د يو قوم په اړه منفي خبرې او بل قوم يي پر ضد کول ښکاره تعصب او کرکې ته لمن وهل دي، هغه ورځې څو وکيل صاحبان ددې له امله چې د حکومت په دې شته ترکيب کې له څو تنو سره شخصي ستونزه لري او يا يي دا څو تنه د غلا او فساد پر وړاندې دريدلي دي را پورته شول او له ولسمشره بیا تر ټيټ پوړي مامور پورې يي له يو سره په تعصب تورن کړل.

دوی په پښتو او دري د خبرو په کولو سره د ملي والي پيښې وکړې خو په پښتو غږيدونکی د ایران جاسوس پښتون نه دی او په دري غږيدونکی افغان ضد څيره به کله هم ولس خپل ونه بولي.

په همدې شته ترکيب کې چې حکومت او نظام په تعصب تورنوي د دولتي ځمکو غاصبين شته، پردیو ته جاسوسي کونکي شته،کمیشناران شته، قاتلین او له طالبانو سره د پټې يارانې کونکي شته، د ایران او پنجاب جاسوسان پکې شته، بې سوادان او د سیاست له ابجدو خو شکر الحمدالله ټول داسې بې خبره دي چې ډيره غټه ستونزه هم په دولسو ساعتونو کې حل کول غواړي.

د دوی دا شته ترکيب او بیا دا له هغه او دغه ادرسه خبرې يي ټول ټال فلمی اکشنونو ته ورته وې او ما يي چې خبري کنفرانس ولید فکر مې کاوو چې د کوم فلم د خبري ډيالوګ برخه به خپريږي خو چې کله مې څيرو ته وکتل پوی شو چې دا خو د ټولنې له لوري رټل شوې څيرې دي چې اوس په زوره په نورو ځان منل غواړي.

په افغانستان کې له تعصب سره مبارزه داسې نه کيږي چې پښتون دې را پورته شي تاجک دې وښکنځي او تاجک دې را پورته شي پښتانه، هزاره، بلوڅ،ازبک او ترکمن دې وښکنځي يا دې برعکس وکیل او کميشنکار را جيګ شي او د تعصب ضد غږ دې له تعصبي مايک او دريځه پورته کړي او د اقوامو تر منځ دې د نيږدې پر ځای واټنونه او فاصلې ډيرې کړي، دا کار د دوی مسولیت نه دی بلکه همدا اوس روسان، پاکستانيان او ایرانیان عملا لګيا دي او هڅه کوي د مذهب، نژاد، قوم، خيل،زي، سيمې او ژبې په نوم دا وطن ټوټه ټوټه کړي.

دا وطن د ټولو دی په دې وطن کې هر وکړی چې ژوند کوي افغان دی او ټول حقه حقوق يي باید خوندي شي، خو هغه چې د غول په متيازو وينځل غواړي دوی نه يوازې ددې وطن لپاره ښه نيت نلري بلکه د ځان ملي ملي کولو په لړ کې غواړي له لاسه وتلی رسوخ او نفوذ بیرته تر لاسه کړي خو دې رسوخ  ته ډيرې نورې مشروع لارې هم شته دي او د دوی له مشاورينو مې هیله داده چې دوی ته  د سياست د الفبا درس شروع کړي او له نورو لارو د واک او راج په لټه کې شي.

اقوام او نژادونه چې هرڅوک وي که يي لږ ګټه کړي وي يا ډيره د یو بل په مقابل کې يې مه دروئ بلکه برعکس د يو ملي دريځ په لرلو سره هڅه وکړئ د سمون يوه برخه شئ او ولس سره يو موټی کړئ، په حکومت کې ستونزې په دې نه حل کيږي چې د يوې وړې متعصبې، فاسدې او غاصبې کړئ خبرې دې سمې وي او نور دې په وطن کې هيڅ د خبرې سړی نه وي،وړې او عقده منې کړئ ددې وطن د هوساينې او بساينې پر ضد تل داسې خبرې کوي چې په تدريجي ډول يي دې ولس ته تر خیره تاوان ډير رسيږي.

د اوبو د مديريت په اړه شونې ده د همدې تعصب ضد متعصبو وکيلانو خبرې مو اوریدلي وي، د بلخ د پخواني والي په اړه د همدې متعصبې کړئ د څو تنو مهمو غړو پخواني نظريات اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کيږي خو دا چې نن ورته صیب صیب کوي لامل يي والله باالله که ملی يو والی او ددې وطن د وروڼو ولسونو سره نيږدې کول وي بلکه برعکس يي وچ په وچه موخه داده څو سره تناره ته خپل پاستي ور پورې کړي.

شونې ده په اسلام اباد کې مو د ملي شورا د يو پخواني غړي او عقيدتي حقدار پیرسيد اسحق ګيلاني هغه مغرضانه او پردی پالی نظر هم اوریدلی وي چې په ډيرې سپين سترګۍ يي په افغانستان کې پاکستاني وحشتونو ته د مشروعيت هڅه وکړه، دا ټولې ددې وطن هغه ستونزې دي چې د هرې ورځې په تیريدو سره ډيرې شوې خو کمې نشوې خو برعکس همدې ديني حقدار ته ولس دومره عزت ورکوي چې ناست په کابل کې وي کپماين ورته په پکتيکا کیږي، رايه په کټواز او ښرنه کې ورکول کيږي او بیا تر ملي شورا رسول کيږي، همداسې کله چې د همدې پاکستان پلوې کورنۍ کوم غړی په حق مرګ هم چیرته پښې وغځوي موريدان او صوفيان داسې جذبي اخیستي وي چې تر سختې ژړا وروسته حواس له لاسه ورکوي او بې ادبي دې معاف وي لکه سپي د يو بل پر مخ خولې لګوي.

نه ستونزې په ستونزو حل کیږي او نه به غول په متیازو و وينځل شي بلکه ستونزو ته پرداز ورکول ستونزې ډیروي او په مرداري باندې د مرداري وينځل بوی او تعفن درې برابره ډيروي. څوک به داسې پيدا شي چې په ټوله نړۍ کې يي يو مثال راکړي، افراطيت ستونزه ده خو پاکستان له ستونزې څخه د بهرني سياست په توګه تر کارولو وروسته نن سبا وينو چې له سختې نړۍ والې انزوا او شرم سره مخ دی.

موږ ته په دې حساس پړاو کې چې قسم خوړلی دښمن د ایران، پاکستان او روسيي وسلې او باروت زما پر بچو او خاوره آزمويي په کار دي څو د ولسي انسجام يوه برخه شو، متعصب وکيلان دې د عقده مندانه خبرو پر ځای ولس ته مخه کړي او له شته ناورینه د وطن ژغورنې په خاطر دې له سیاست او استخباراتي اړو دوړه لرې ولسي حل لاره راوباسي.

د تعصب ضد متعصبو وکيلانو په دې شته جوړښت کې دوی دې يوه ورځ له ځان سره کينې په خپلو پټو ناستو، غصبونو، پروژو، راکټ سالارۍ او چور سالارۍ باندې هم فکر وکړي چې دوی څه کړي دي او څه کوي؟ بیا دې په دې هم فکر وکړي چې په دې حساس پړاو کې به يي له دې مغرضانه او عقده مندانه خبرو څخه ولسي تحلیل څه وي؟

په دې وطن کې ولس له ګڼو اقتصادي، کلتوري،ټولنیزو، سياسي، ژبنيو، نژادي او مذهبي محروميتونو سره مخ دی ددې ستونزو حل په دې نه کيږي چې پلانی خو د پلاني قوم سړی دی ددې بل قوم سړي ولې کم دي، په دولتي ادارو کې خو په پلانۍ ژبه لیکل کيږي ولې په دې بله ژبه نه کيږي،د پلاني قوم اقتصادي وضعيت ښه دی ولې ددې نورو اقوامو اقتصادي وضعيت نه ښه کيږي… او همداسې په پای کې دا نظر هم ورکړې چې ددې لږ تر لږه ښه وضعيت لرونکو اقوامو څخه دې هرڅه واخیستل شي او دې نورو ته دې ورکول شي. که موږ ورته نظريات ورکوو او دا حل لاره بولو بیا خو د يو قوم ډير ښونځي پرانيستي د بل بند دي نو د هغه بل مظلوم قوم هم ور وتړو، د يو قوم ډير ځوانان لوستي دي بل کم دي ولې د هغه چې ډير لوستي دي هغه ور وژنو؟ د يو قوم سياسي دريځ تیز او قومي دی خو ددې بل ملي دی آيا دا د ملي دريځ او سياست لرونکی قوم هم د قومي خرتوب لوري ته ور ټيل وهو؟ يو قوم ډير زيات وژل کيږي خو دا نور اقوام له يو نیم ترهګریز وحشت پرته آرام ژوند لري نو کله چې د وکیل او پير باداران« ایران، پاکستان، روسيه» يو قوم وژني دا قوم دې را پورته شي ددې نورو قتل عام دې شروع کړي؟ که مو موخه دا وي نو بیا خو د تباهۍ د پروژې مسول وکيلانو دا نظریات مو ډير پوچ او احمقانه دي.

حل لاره داده چې د هر قوم، هر نژاد، هرې سیمې او هر ولايت پر ستونزو غور وشي او حل لارې ورته ولټول شي، هر وکيل او سیاستوال چې په کابل کې عقده مندانه او نظام ضد خبره کوي دا په  اصل کې د دښمن په ګټه تبليغ دی او که ډير لرې نشئ تلی ورشئ د طالبانو تبلیغات وګورئ چې د نظام نقد تر نيمه ډير زموږ له هسې خبرو څخه په اقتباص سره کوي، که موږ طالبان نه یو، د حقاني شبکې غړي نه يو،د ایران، پاکستان او روسيي جاسوسان نه يو نو بیا اړتيا څه ده چې يوازې د شخصي عقدې پر بنسټ خپل نظام همدې ټولو ته کم راولو؟

که د ایران پلوی وکيل ځان افغان بولي ولې د اوبو د مديريت مخالف دی؟ که په اسلام آباد کې د پنجاب خاص استازی پير ګيلاني افغانستان د هند د لاس آله بولي خو زما په وطن کې په يوه نړۍ واله رسنۍ کې تر هرچا ځان ښه افغان بولي ايا دې سړي ته کله افغانيت تعريف شوی دی؟ که پاکستان پلوی وکيل نه غواړي چې افغان ولس د پاکستان د شومو موخو ښکار شي بیا خو باید د پاکستان پر ضد په ولسي انسجام کار وشي، او که هر وکيل، سياستوال، قلموال او روڼ اندی ځان د طالب مبلغ، استازی، جاسوس او د ځانمرګو قاچاقبر نه بولي په دې کابل کې د طالب له وحشت او دحشت څخه دفاع کونکي شناندان او سياستوال ولې د طالب وحشت نه غندي؟ په کابل کې ډير داسې کسان شته دي چې د طالبانو معاش ورته راځي، د کور کرايه يي طالبان ورکوي، له طالبانو سره مستقيمې اړيکې لري، ويبپاڼې، فيسبوکپاڼې او ورځپاڼې ورته چلوي خو له دې ټولو سره کله هم دا فکر نه دی پیدا شوی چې پر دې وطن يو وخت مسلط طالب د افغانستان اقتصاد ته څه کړي؟ ولس ته يي کړي؟ او که تر اوسه پاتې څه به لا نور شوي وی؟

چې خبره رانه بلې خواته ولاړه نشي په دې حساس وخت کې ولس انسجام او پر خپل هیواد باور ته اړتيا لري دا باور چې له هرې شونې لارې جوړيدای شي د وکیل، سياستوال، قلموال او روڼ اندي دنده ده چې ورته کار وکړي، د نورو په وطنونو کې واړه کارونه غټ ښودل، توریزم او سياحت ته بازار موندنه، د خپلو طبيعي او تاریخي ښکلاوو ښکلي انځورونه خپرول او…. د يادو وطنونو د ولسي اقتصاد په وده کې رول لرلی شي خو زموږ خلک پردي ته جاسوسي کوي خپل ورور وژني خو خوشاله په دې دی چې څو مردارې روپۍ ورته راځي، په کابل کې د طالب، داعش، ایران، روسيي او پاکستان دفاع کیږي خو دوی ددې پر ځای چې پر خپل وطن فکر وکړي ډير فکر يي پر دې وي چې د جاسوسۍ معاش يي قطعه نه شي.

تاسو و واياست آيا برنۍ ستونزې او د دې ستونزو غټونکي او پنځونکي به دا وطن آباد کړي؟

Comments