متحده عربی اماراتو او افغانستان ترمنځ د همکاریو سند لاسلیک شو

comments 0

122 Views

هندوکش – امارات: د خلیج ټایمز ورځپانې خبر له مخې افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ یوه هوکړې لاسلیک شوې چې له مخې یې افغانستان دغه عربي هیواد ته کارګر لېږي.
د خبر له مخې متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو د لېږلو موافقه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کار، شهیدانو، معلولانو او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر نصیر بن ثاني الاحلیمي ترمنځ د سویس په جینیوا کې د کارګرو د نړیوال کنفرانس د ۱۰۷ مې ناستې په څنګ کې لاسلیک شوه.
که څه هم اوسمهال په زرګونو افغان کارګر په متحده عربي اماراتو کې په کار بوخت دي خو هغوی په خپل لګښت او ابتکار دې هیواد ته تللي دي.
خو د نوي هوکړې له مخې حکومت کولاې شي چې تردې وروسته کارګر عربي اماراتو ته واستوي.
د همکاریو لاسلیک په یادې ناستې کې د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر وویل، د دواړو خواوو ترمنځ دا موافقه د دوو هیوادونو ترمنځ د موجودو دوستانه اړیکو د لا زیاتېدا لپاره لېوالتیا ښيي.
ښاغلي الاحلیمي دا مهمه وبلله چې دغه هیواد ته د کارګرو په لېږلو کې افغانستان له شفافیته کار واخلي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments