متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون جوریږي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان له کرنۍ وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغانستان د محصولاتو یو نندارتون په متحده عربي اماراتو کې جوړېږي.
د خبر له مخې د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چې دا نندراتون به څلور ورځې پرانیستی وي.
د نوموړي په وینا”په دې نندارتون کې به زموږ د یو شمېر تجارتي شرکتونو استازي او بزګر ګډون وکړي.”
د کرنې وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان د وچې مېوې او زعفرانو سوداګر به له بهرنیو تجارانو سره د څلوېښتو او پنځوسو ميلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه هم وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments