مایک پنس له اشرف غني سره خبرې کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکا یو ځل بیا د افغان حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د امریکا مرستیال ولسمشر، مایک پنس ولسمشر غني سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان سره سره هېواد یې له افغان حکومت ملاتړ کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ټاکنې د افغان حکومت ثبات باندې مثبتې اغېزې درلودای شي.
مایک پنس همداراز افغان ولسمشر سره د شویو وروستیو بریدونو په تړاو غم شریکي هم کړې ده.
فکور نعیمي

Comments