مایک پمپو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: ټاکل شوې چې نن چهارشنبه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو او پوځي مشرانو سره وګوري.
امریکا پر پاکستان نیوکې کړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې چل ول کړی.
تازه همدا درې ورځې وړاندې امریکا پر پاکستان درې سوه میلیونه ډالره پوځي مرسته وځنډوله.
خو پاکستاني چارواکي بیا وایي، دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې درانه مالي او ځاني زیانونه لیدلي دي.
ویل کېږي چې له پاکستاني چارواکو سره د امریکا چارواکو بحثونه به له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو په ځنډیدو، د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان پر اقداماتو او افغانستان کې د سولې له بهیر سره د پاکستان پر همکارۍ متمرکز وي.
فکور نعیمي

Comments