ماین چاودنې لوګر ولایت کې ۱۳ تنه وژلي دي.

comments 0

0 Views

تیره ورځ د ملکیانو پر موتر د سرک غاړي په چاودنه کې شاو خوا دیارلس تنه د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالي اوسیدونکي مړه شوي دي.
سلیم صالح د لوګر والې ویاند وایې چې دغه پیښه د محمد آغې ولسوالي په زرغون ښار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو سرک غاړي ته انفجاري مواد ځای پر ځای کړي وه.
د نوموري په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې بورګ کلي څخه زرغون ښار ته یو فامیل د یوه کور غړي واده جوړه روانه کړې وه.
دغه پیښه کې پنځه ماشومان، پنځه ښځې او یو نارینه مړ شوې دې.
والي محمد حلیم فدایې پر دغه پیښه خواشیني څرګنده کړې او د ملت بسیج کیدو غوښتنه یې کري ده.
دا په داسې حال کې دې چې تر دې پېښې څلور ورځې وړاندې په لغمان او کونړ ولایتونو کې هم د خلکو پر کورونو د طالبانو د توغندیو لگېدو له امله د ښځو او ماشومانو په گډون لس تنه وژل شوي ول.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply