ماین چاودنې له امله ننګرهار کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ د سیدجمال الدین لیسې ته څیرمه په ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
سید عاشق الله سادات د ښیوې ولسوال وايي، چاودنه د یوه ځايي قومي مشر ملک عبدالروف پر موتر د نښلول شوي مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوې، چې په کې یو تن وژل شوي او خپله ملک عبدالروف او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.
نوموړې زیاتوي چې، ټپيان د جلال آباد سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي، چې د درې کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د یادونې وړ دې چې تردې مخکې لغمان او لوګر ولایت کې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله هم ۱۵ تنو ته چې زیاتره یې ماشومان ویل کیده مرګ ژوبله اوښتې ده.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply