مانو ساوني د کرکټ د نړیوالې شورا يا «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو

comments 0

هندوکش – هندوستان: یادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی مانو ساوني د سویلي افریقايي ډیويډ ریچرډسن ځای ناستی ټاکل شوی دی.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې يادې څوکۍ ته څلورتنه نوماند وو چې ښاغلی ساوني وتوانېد دغه څوکۍ خپله کړي.
د یادونې وړ ده چې د اوسني اجرائیوي مشر ډیویډ ریچرډسن دنده د سږ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروسته پای ته رسېږي چې په جولای میاشت کې به ساوني د دغه دندې مسولیت په غاړه واخلي.
د یادونې وړ ده چې مانو ساوني د دې وړاندې د سنګاپور سپورټس هب مشر وو، د انګلستاني فوټبال کلپ مانچسټر یونایټېډ سره هم پاتې شوی او اوس د «ESPN STAR SPORTS» عمومي مدیر وو.
آرش احساس

Comments