ماما قدير بلوڅ:پاکستان مو هم وژني هم مو مړي سوځوي

comments 0

هندوکش: په پاکستان کې د ازادۍ غوښتونکو بلوڅو مشران وايي چې اوس پاکستان په نوې لوبه کې هم د دوی ځوانان او مشران  وژني او هم يي مړي سوځوي.

نوموړي ويلي دي:« دا کار آی اس ای کوي دوی په ډير وحشت سره زموږ مړي سوځوي څو يي خاک او تاک ورک شي.»

۷۳ کلن بلوڅ مبارز له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي:« پخوا به پاکستان زموږ مړي تر ډيره ساتل چې خراب شي بیا به يي په دښتو او کندو کې غورځول خو اوس يي دا تکتيک بدل کړی دی او مړي سوځوي.»

هغه وايي:« آی اس ای نه غواړي نوم يي بد شي ځکه دوی د ځان ملي ملي کولو په لړ کې د څو قومونو ډله ایزه وژنه د پنجاب د ګټو د خونديتوب په پار کوي.»

بلوڅ ماما وايي  چې د دوی مړي په اواران،مشکي او جهاو کې سوځول کيږی.

بلوڅ ماما وايي چې په بلوچستان کې تر اوسه ۳۵ زره بلوڅ آزادي غوښتونکي تري تم شوي، يو زیات شمېر له خپلې خاورې تيښتې ته اړ شوي دي او پاکستان اوس په دې سیمه کې په خپله د بريدونو په لړ کې يو وار بلوڅ وژنې او تباهۍ ته زمينه سازي کوي.

ياده دې وي چې پاکستان په خپله خاوره کې پښتانه د ترهګرۍ او بلوڅان د هدفي وژنو تر وحشت لاندې نيولي دي ځکه دواړه يو لوري ته ازادي غواړي او بل لوري ته له افغانستان سره ګډ مشترکات او زړه سوی لري.

Comments

Leave a Reply