مالیې وزارت: په تېرو دوو اونیو کې ۹ مېلیارده ۴۰۷ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان ماليې وزارت وايي، چې په تېرو دوه اونیو کې یې نهه میلیارده او ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید را ټول کړي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عایدات یې، ۵۱۵ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۱۱۹ میلیونه له ګمرکونو څخه راټول کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دا د روان کال د وږې میاشتې د وروستیو دو اونیو په پرتله ۹۸۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیې.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۲۷ میلیارده ۲۰۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د تلې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې ۸۳ میلیارده ۱۸۹میلیونه افغانۍ (۵۰.۲٪) پراختیایې بودیجه او ۱۹۶ میلیارده ۷۱۵ میلیونه افغانۍ (۶۴٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۷۹ میلیارده ۹۰۴ میلیونه افغانۍ (۵۹٪) جوړوي.
دغه وزارت په داسې حال کې د دغو عوایدو راټولېدو خبر ورکوي چې کورونا ویروس د افغانستان ملي عواید زیانمن کړي دي.
عبید رادپور

Comments