ماليي وزارت د شفافیت ډاډ ورکړی

comments 0

هندوکش – کابل: د مالیې وزارت وایي، د ماليې ورکړه د ملت مسوولیت او د شفافیت تضمین یې د حکومت مسوولیت دی.
دا څرګندونې د مالیې وزارت لخوا د مالیې د ورکړې د عامه پوهاوي د کمپاین اونۍ د پای مراسمو کې وشوې.
خصوصي سکتور حکومت ته د عوایدو د ټکس ورکړه خپله وجیبه ګڼي، خو له مالیې وزارت غواړي چې مالیاتو او عایداتي سرچینو کې مسلکې، ژمن او له فساد پاک مامورین وګماري.
د عوایدو عمومي ریاست چې هېواد کې د مالیې د ورکړې د کلتور عامولو او د مالیه روکوونکو د غوښتنو راټولولو په موخه کمپاین پېل کړی د پای مراسمو کې ژمنه وکړه چې د مالیاتو برخه کې شوي وړاندیزونه او سپارښتنې عملي کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments