مالته او روغـتیایی ګتې

comments 0

مالټه یو ډول مېوه ده چې د یو شمېر ناروغیو په له منځه وړلو کې خورا اهمیت لري.
مالټه د وېټامینونو تر څنګ کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او کاني مواد لري چې د هډوکو په وده، د غاښونو په ټينګښت او پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي.
د پوهانو له نظره: که مالټه د ستړیا په وخت کې وخوړل شي، نو د ستړیا د ختمېدو، او انسان ته د ښه ځواک او د انسان د بدن د پیاوړتیا سبب ګرځیږي.
د مالټې اوبه چې د کاني توکو او پوتاشیم درلودونکې دي، تشې متیازې ور سره زیاتیږي، چې د همدې متیازو په خارجېدو سره له بدن څخه زهري مواد هم وځي، د خوښۍ او تازه والي تر څنګ قبضیت له منځه وړي.
همدا شان مالټه د وینې په پاکوالي کې مهم رول لوبوي، سینې ته نرموالی، او اعصابو ته ارامتیا ور بښي.
د مالټې پوستکی چې ګازي او مکروب ضد خاصیتونه لري، په مکروب ضدو مرهمونو کې تر ې ګټه اخیستل کیږي.

Comments