مافیا وارخطا ده / منان توحیدیار

comments 0

ولسمشر محمد اشرف غني کار کوي چې د جګړې تر څنګ له مافیايي ډلو سره په جګړه او مبارزه کې هم بریالی شي، ځکه همدا جګړه مافیايي ډلې خړبوي او همدا جګړه ده چې مافیا ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې.

که ووایو چې د جګړه او مافیا لازم او ملزوم دي، مافیا له جګړې تمویل کیږي او مافیا ده چې جګړه یې توده کړې، نو ولسمشر غني په همدې کار کوي چې د جګړې تر څنګ مافیا داسې ماته کړي او ډلې یې سره وپاشي چې له جګړې یې مخ واوړي.

تاسو به په تېرو کلونو کې لیدلي وي چې مافیايي ډلې په افغانستان کې د هغو تګلارو مخالفت کوي، کومې تګلارې چې جګړه کموي او یا یې ختموي، مافیا تر ټولو زیات مخالفت د سولې پروسه کې کوي، خو د ولسمشر اوس زیات تمرکز د سولې په پروسې دي چې څنګه کولای شي جګړه ختمه کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی کار دا و چې د مافیا لاسونه یې لومړی له ارګ او بیا له وزارتونو لنډ کړل، ولسمشر خپلې کابینې ته ډاډ ورکړی چې مافیا ته تسلیم نه شي او د ولس له ارادې سره سم داسې کارونه وکړي چې مافیا پکې دخیل نه وي.

کله چې مافیا پوه شوه چې ولسمشر غني یې یا حاشيې ته کوي او یا یې له منځه وړي، نو مافیا سره یو شوې او کار کوي چې د حکومت تګلارې وننګوي او په زیاتو ملي پروژو کې یې مخالفت وکړي، خو له نیکه مرغه د افغانستان مافیا باندې اوس ولسونو خبر دي او هره برخه کې یې غندي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د محبوبیت یو راز دا شو چې غله او مافیا یې له ځان لیرې کړل او د هر ډول لاسوهنو مخه یې ورته ونیوله، اوس چې مافیا او غله هر څومره په حکومت نقد کوي، په همغه اندازه باندې د خلکو له نفرت سره مخ کیږي.

افغانستان کې اوس دا باور زیات شوی چې څومره ګډوډي چې مافیا او غلو جوړه کړې، دومره ګډوډي ترهګرو ډلو نه ده کړې، نو له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غني ملي امنیت او نورو ارګانونو ته دنده سپارلې چې د مافیا او غلو د اعمالو او فعالیتونو دوسیې جوړې کړي او په مناسب وخت کې به یې پرضد اقدام وشي.

اوس هم ځینې اشخاص چې چیغي وهي او حکومت په یو او بل ډول تورنوي، د همدې اشخاضو دوسیې جوړې شوي او ممکن راتلونکو ټاکنو کې یې پرضد اقدام وشي او یا به یو بل مناسب وخت کې دوسیې افشا شي.

مافیايي ډلې د افغانستان ځکه خطرناکې دي چې په کور دننه د نشه يي توکو، قراردادونو، انسان تښتونو او نورو ناقانونه لارو څخه زیاتې پيسې په لاس راوړي او د دې تر څنګ به بهرنیو هېوادونو هم پراخه پيسې اخلي او ځان خپل پلویانو ته پرې امکانات برابروي.

بهرني هېوادونه په افغانستان کې مافیا ته ځکه پیسې ورکوي چې خپل کار ترې اخلي او د هېوادونو د ګټو لپاره په کورنۍ مافیا باندې د حکومت تګلارې ننګوي، خو اوس له نیکه مرغه افغانانو کورنۍ مافیا داسې پيژندلې لکه د لاس ګوتې او هر هغه کار چې د پردیو ګټو لپاره کوي، ټول ولسونه یې غندي او نفرت ترې کوي.

افغان حکومت ژمن دی چې د ولسونو له ارادې سره سمې تګلارې به جوړوي او په دې برخه کې به هیڅ ډول فشار او مافیا ته نه تسلمیږي او مخ پروړاندې به ځي.

اوس ولسونه هم له حکومت سره دي او د مافیا په فریبانه تبلیغاتو او زور ګوی باندې هیڅ رای نه وهي او په تدریجي ډول مافیايي ډلې تر پښولاندې کوي او د دوی په سر قدمونه وهي د یو اباد او روښانه افغانستان د جوړیدو لپاره مخ پروړاندې ځي.

 

Comments