لیبیا کې د داعش ډلې ترهګریز برید 14 کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – طابلس: داعش ترهګرې ډلې د لیبیا پلازمینه طرابلس کې چاودنه کړې چې له امله یې څوارلس کسان وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ یادې ډلې د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د انتخاباتو د کمېسیون پر مرکزي دفتر ځان مرګی برید کړې چې لږ تر لږه ۱۴ تنه یې وژلي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، ځان وژونکي پرون پنجشنبه د انتخاباتود مرکزي دفتر دننه چاودنه وکړه، بیا برید کوونکو ډزې پيل کړې.
داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
محمد حنیف بیدار

Comments