لیبیا کې جګړو او چاودنو تر دوو سوو ډیر کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – طرابلس: د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سیمو کې پرون یو ځل بیا درنې چاودنې شوې دي.
په دې جګړو کې د ۸ کسانو په وژل کېدو سره په یاد هېواد کې د پیل شویو جګړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.
په لیبیا کې وروستۍ جګړې د واک پر سر پیل شوې دي. دا جګړه د قومندان خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو تر منځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي.
جګړه د حفتر د وسله والو له لوري د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د اپریل میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوې ده. د بشري حقونو ډلې وایي په پیل شویو جګړو کې ۲۲۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.
محمد حنیف بیدار

Comments