لوی څارنوالې د کابل د ګارنیزیون او امنیه قوماندانو دندې وځندولې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : ارګ وایې چې ولسمشر محمد اشرف غني د قانون د لاښه تطبیق او عملي کولو لپاره د لویې څارنوالۍ دغه پریکړه منلې ده.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې لوې څارنوالي د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ او د کابل ګارنیزیون د قوماندان ګل نبي احمد زي دنده ځندولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوې څارنوالي ددغه اقدام هرکلې کړې او ویلي دې: «چې د قانون د لا ښه تطبیق او عملي کولو لپاره د لویې څارنوالې دغه پریکړه ستایلې ده».
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې دا هم ویل شوي دې چې په تېرې یوې اوونۍ کې حکومت د ملي شورا له یو شمېر غړو سره مشورې کړې دي او هغوی هم پر همدې غوښتنې ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه کابل کې د ټانکر ځانمرګي برید له ترسره کېدو دوه ورځې وروسته چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول، یو شمېر خلک د امنیت په ټینګولو کې د حکومت د پاتې راتلو پر وړاندې د اعتراض په موخه سړکونو ته ووتل چې شپږ کسان له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply