لوی څارنوالي: د فساد پروړاندې زغم پای ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش- کابل :لویه څارنوالي وایي، د فساد پروړاندې د حکومت زغم پای ته رسیدلی او او په لوړ رتبه مامورینو د قانون تطبیق اوس په لومړیتوب کې دی.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، د فساد پروړاندې ورته زیاتې دوسيې رسیدلي چې زیاتې څېړل شوي او په نورو کار روان دی.
لویه څارنوالي وايي، تېر کال کې یې د اداري فساد په تړاو له یو زر او پنځه سوه ډېرو قضیو ته لاسرسی پیدا کړی او یو شمېر نورې تر څېړنو لاندې دي.
د ۱۵۰۰ قضیو په تړاو تر یو نیم ملیارد ډېرې افغانۍ او نږدې پنځوس ملیونه ډالر هم د اداري فساد په تور څېړل شوي.
لوی څارنوالۍ ډاډ ښودلی چې د فساد پروړاندې مبارزه کې حکومت جدي دی او په دې برخه کې هیڅ استثنا نشته.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply