لوی څارنوالي: خلکو ته رسیدګي کوو

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د خلکو پر ستونزو به ځان خبر وي او د حل لپاره به یې عدالت پلی کوي.
لوی څارنوال دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د څارنوالۍ د ننه د مالوماتو او ښه راغلاست دفتر تر څنګ د یو جومات د پرانیستلو مراسمو کې وکړې.
لوی څارنوال د اساسي قانون له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې وګڼلې چې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واوري او اساسي حل لارې ورته ولټوي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوسیو ته به یې په وخت رسیدګي کیږي او که په دې برخه کې مامورینو غفلت وکړ، مجازات به یې کړي.
لوی څارنوال دغه راز له خلکو غوښتنه کړې چې د خپلو حقه حقوقو لپاره دې په یو او بل نوم خلکو ته پيسې نه ورکوي او لوی څارنوالي یې هر کله غږ اوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments