لوی مشورتي جرګې ته هیلې / سید عبدالله پاچا

comments 0

لویه مشورتي جرګه چې د سولې لپاره رابلل شوې په تول هېواد کې ورته ټاکنې شوي او د هر قشر خلک به پکې ګډون وکړي او د دوه او یا درې ورځو مشورو وروسته به ولسمشر ته د سولې په تړاو مشورې ورکړي چې سوله په کوم قیمت او څه ډول سوله غواړي.
هسې هم ولسمشر له تیرو تجربو ګټه اخلي او د داسې سولې غوښتونکی دی چې ارزښتونه پکې وساتل شي او د افغانانو عزت پکې خوندي وي، داسې عزت چې جګړه په مکمل ډول پای ته ورسیږي.
طالبان چې د پاکستان له ای ایس ای دستور اخلي هڅه کوي د پاکستان غوښتنې د سولې پروسه کې پر افغانانو ومني، خو افغانان به هيڅکله دا اجازه ور نه کړي چې د پنجاب غوښتنې دې د سولې پروسه کې ومنل شي، افغانانو کلونه قرباني د دې هېواد د خپلواکۍ او سولې او ثبات لپاره ورکړې، خو دا چې اوس افغان حکومت او افغانان سوله غواړي طالبان فکر کوي چې جګړه کې بریالي دي نو ځکه ورته د سولې وړاندیز شوی دی.
افغان حکومت چې په سوله ټینګار کوي، دا د افغانانو غوښتنه ده او حکومت په دې پوه دی چې دا جګړه پردۍ ده او قربانی یې افغانان دي چې ځینې ډلې دې جګړې ته د جهاد نوم هم ورکوي او په کاذبانه او فریبانه تبلیغاتو باندې د جګړې لپاره بشري قوه جذبوي.
حکومت د سولې په تړاو ښه دریځ لري چې د دیني علماوو، ځوانانو ، قومي مشرانو او نورو ټولو قشرونو له هرکلي سره مخ دی، افغان حکومت کار کوي چې افغانستان باثباته شي، داسې باثباته چې له سولې وروسته یوه ورځ هم جګړه و نه شي.
که له سولې وروسته بیا د جګړې امکان وي، نو بیا سوله د څه لپاره چې هم به طالبان امتیاز واخلي او هم به جګړه دوام پیدا کړي، د سولې په خبرو کې به دا تضمین اخیستل کیږي چې د طالبانو ټولې ډلې به پروسې سره یو ځای کیږي او له جګړې به لاس اخلي.
ولسمشر د همدې موضوعاتو لپاره جرګه رابللې چې د خلکو مشورې واوري او بیا یې د سولې په میز د طالبانو لپآره کیږدي.
جرګه په افغانستان عنعنوي دود دی چې افغانان پرې باور لري او لوی پریکړې همدا لویه جرګه کوي، اوس چې جرګې ته یواځې یوه اوونۍ پاتې ده، ځینو دا جرګه تحریم کړې او د دې لپاره چې افغانان سره یو موټی نه شي او سولې ته و نه رسیږي د جرګې پروړاندې تبلیغات کوي او هڅه کوي چې دا جرګه سبوتاژ کړي او پریکړې یې وننګوي.
سیاسیون چې خپل شخصي مشکل لري، هڅه کوي چې په دا ډول تحریمونو سره پر حکومت فشار راوړي او په هره برخه کې امتیاز ترلاسه کړي، د دوی غوښتنې شخصي دي او هيڅکله ملي غوښتنې نه کوي چې افغانان پکې هوسا کیږي.
هغوی چې جرګه یې تحریم کړي، داسې ولسي بانډ او دريځ نه لري چې فکر وشي چې دا جرګه به مشروعیت و نه لري، جرګه د ټول هېواد په کچه استازي لري او ټول هېواد څخه به خلک پکې ګډون وکړي چې جرګې ته به مشروعیت ورکړي.
له یو څو کسانو پرته ټول جرګې ته په تمه دي چې له مشورو وروسته به سولې ته لا ډير نږدي شي او د سولې په تړاو به د حکومت دريځ لا ډير روښانه او قوي شي.

Comments