لویه څانوالۍ ۱۳۹۹کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيې څېړلي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د روان ۱۳۹۹ هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲زره ۹۹۰ قضیو ته رسیده ګي شوې ده.
په دغو قضیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه دي چې له دې ډلې ۱۳۷ یې د قتل، ۲۵۹ جنسي موارد، ۹۸ قضیې ځانوژنې ته د اړ کولو، ۲۳ یې فحشا ته د اړ ایستلو او ۲۹ موارد یې اجباري ودونه دي.
همدا شان یو زرو او ۵۰۱ قضیې د ښځو د وهلو ډبولو او ۵۱۷ قضیې نور یې د ښځو د ځورولو او د تاوتریخوالي نورې بڼې دي.
د لویې څارنوالۍ د ارزونې له مخې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ډېروالي معنا د تاوتریخوالي زیاتوالی نه، بلکې د دې ادارې په باور، د تاوتریخوالي د پېښو د ثبتولو د دود پراخوالی دی.
د دغې ادارې د راپور له مخې، سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې اجباري ودونه او اجباري اعتیاد پېښې کمې ثبت شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په تړاو ۳۲۷ تنه په بند او یا په نغدي جریمه محکوم شوي دي.
د لویې څارنوالۍ راپور وایي، کابل، بلخ، تخار او هرات د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د نورو ولایتونو په سر کې ځای لري.
که څه هم د ځينو په باور، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوع څه نوې نه ده، خو هغه څه چې د ښځو اندېښنې یې ډېرې کړي دي، په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments