هندوکش – کابل: په کابل کې د لوېې څارنوالې چارواکي وایي چې، 54 تنه طالبان یې د ښه نیت د څرګندولو په خاطر له بنده خوشې کړي دي.
رسنیو سره په خبرو کې د لوی څارنوالې ویانډ وویل، د خوشې شوېو کسانو په اړه کافي څېړنې شوې وې.
د نوموړي په وینا:”۴۶ مشکوک طالبان پهدې خاطر چې په ورانکاریو او جنایاتو کې یې لاس نه درلود د ښه نیت په خاطر د لویې څارنوالۍ په امر خوشې شوي دي. اته تنه نور طالبان هم د محکمې د حکم تر بشپړولو او تحقیقاتو وروسته خوشې شوي دي.”
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره یو لنډمهالی اوربند اعلان کړی او دا طالبان یې په همدې موده کې خوشې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
لویه څارنوالې د طالبنو 54 بندیان خوشې کړل
