لوګزامبورګ خپلې تجربې افغانستان سره شریکوي

comments 0

هندوکش –کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر جین اسلبورن په ارګ کې  خپل حضور ته منلی.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاکنو پروسې، سولې پروسې او  د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې چمتو دی چې د کارګو د ښه مدیریت په برخه کې خپلې بریالۍ تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او همدارنګه یې د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې د همکاریو چمتووالی وښوده.

ولسمشر غني د لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر څخه په مننې د سولې موافقتنامې په تطبیق کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتناک دی.

سپوژمی پوپلزی

Comments