لوګر کې ۱۹تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش – لوګر: دلوګر امنیه قوماندان ویاندوایي،وسلوالو طالبانو تیره شپه دلوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په یو شمیر پوستو بریدونه کړي،چې دافغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شوي او په پایله کې یې ۱۹ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي،چې دافغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۱۸تنه طالبان ټپیان شوی او ۱ تن په کې ټپي شوی دی.
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
عبید رادپور

Comments