لوګر کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د فاع وزارت څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړ.
خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو په دفاعي حالت کې وسله والو طالبانو برید شنډ کړ.
خبرپاڼې زیاته وي، په دغه برید کې ۱۵ طالبان وژل شول، ۶نور ټپیان شوي او د هغوی زیات شمېر وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو ته لاس ورغلي دي.
طالبانو ویاند ذبیح مجاهد بیا په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، په تر سره شوي برید کې د اوښتو تلفاتو شمېر پخلی کړي او د نورو جزیات ورنه کړل.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments