لوګر کې ۰۱ قطعې عملیات کړي

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر کې د صفر یو قطعې عملیاتو کې یو وسله وال وژل شوی او پنځه شکمن نیول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، عملیات تیره شپه د څرخ ولسوالۍ اړوند شش کلا، بندوګه، نجارانو کلا، شیخ کلا، ملاګي کلا او د ملا حلیم سیمو کې شوي دي.
د وژل شوي وسله وال نوم مولوي حنیف ښودل شوی دی.
د لوګر ولایتي شورا او ځینې خلک وایي، اوس په دې ولایت کې طالبان له زوره لویدلي او افغان ځواکونو پرضد سخت عملیات کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments