لوګر کې یو کانال ګټنې ته وړاندې شو

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون پروګرام لخوا د اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
لوګر کې د ولسي تړون پرواګرام لخوا د یو کانال چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
لوګر کې د ولسي تړون پروګرام ولایتي مسؤل ظفر خان وايي، یاد کانال باندې ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اې فډ موسسې لخوا ورکول کېږي او پنځلس زره جریمه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
بزګران وايي، یاد کانال سره به یې د اوبو ستونزه حل شي، او د بابوس ځمکه چې د لوګر کندو یادېده وروستیو کلونو کې یې په حاصلاتو کې کموالی راغلی و چې له دې وروسته به زیات شي.
لوګر کې د کلیو پراختیا او ولسي تړون پروګرام اداره وایي دا مهال دغه ولایت کې د ۴۱ نورو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي چې نیږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.
بزګران کانالونو ته ځکه خوښ دي، چې وچکالۍ ځپلي او له دې وروسته به اوبه نه ضایع کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments