لوګر کې یو طالب وسلوال د خپل ماین چاودنه کې مرګونی ټپی شوی دی

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر امنیتي چارواکي وایي،چې تیره ورځ یو تن وسلوال طالب دلوګر ولایت دمرکز اړوند سیمه دخپل ماین په چادونه کې مرګونی ټپی شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، ټپی شوي طالب وسلوال غوښتل یاد ماین د لویو لارو په اوږدو کې ځای پرځای کړي او بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي.
نوموړی وایي، طالبان په قطر کې د سولې په تړاو شوې هوکړې ته ژمن نه دي او هره ورځ د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي.
په عین حال کې د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، سوله دهر افغان هیله اوغوښتنه او باید وسلوال طالبان د خلکو غوښتنو ته لبیک وایي او سوله وکړي.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments