لوګر کې یو بریدمل کورنۍ ژغورل شوې

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر کې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو د یو بریدمل په کور برید کړی و، خو افغان ځواکونه په وخت رسیدلي او بریدمل کورنۍ یې ژغورلې ده.
د لوګر پولیس وایي، د سرحدي ځواکونو یو بریدمل کور ته په رخصتۍ راغلی و چې وسله والو یې په کور برید وکړي او کورنۍ سره یې ووژني، خو افغان ځواکونو د طالبانو دا برید شنډ کړ.
دا په پېښه په مرکز پل عالم اړوند د خمنیدو سیمې کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، سیمه کې دوه ساعته نښته شوې چې طالبان تېښتې ته اړ شوي دي.
عبید رادپور

Comments