لوګر کې څلور تنه د غلا او انسان تښتونې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ لوګر: تېره ورځ د لوګر ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو څلور تنه د غلا او انسان تښتونې په تړاو نیولي دي.
پولیسو د محمدآغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د کورونو د غلاوو په تړاو چې له څه مودې راهیسې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو تر څار لاندې وو، نیولي دي.
همداراز د مرکز پل علم ښار له اړوند پادخواب شانه کلي هم یو کس د انسان تښتونې په تړاو نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوند بنسټونو ته سپارل شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments