لوګر کې پنځه طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر کې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي،امنیتي ځواکونو د مرکز پل علم اړوند پادخاب شانه سیمه کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال نیولي دي.
احمدزی زیاتوي چې له وسله والو سره دوه میله کلاشینکوف یو میل تفنگچه دوه عرادی موټرسايکل او له پنځه کیلوگرامو زیات چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.
د لوګر پولیسو په دې وروستیو کې ځانګړي هدفي عملیات پيل کړي چې زیات طالبان یې پکې نیولي دي.
طالبان اوس د لوګر ولایت کې ازاد فعالیت نه شي کولی او هر ځای د افغان ځواکونو تر څار لاندې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments