لوګر کې مهم طالب نیول شوی

comments 0

هندوکش – لوګر: راپورونه وايي، د لوګر ـ کابل د لوی لارې په اوږدو کې د طالبانو یو مهم غړی نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، د فریدون په نوم دغه کس تیره شپه د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپآڼه کې لیکلي چې فریدون به د کابل لوګر پر لویه لار کمېنونه او نور خطرناک بریدونه پلانول.

سرچېنې لیکلي، د عملیاتو په مهال ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا عملیات تیره شپه د محمد اغې ولسوالۍ ذاهد اباد کلي کې شوي دي

تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو د لوګر بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ورانکاري نیولي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments