لوګر کې طالبان په نښه شوي

comments 0

هندوکش_    لوگر : لوګر کې د هوایي برید په پایله کې پنځه وسله وال وژل شوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې تیره شپه د خروار ولسوالۍ مانمۍ سیمه کې هغه فیلډر موټر په نښه کړی چې وسله وال په کې سپاره وو.

احمدزی وایي، د دغه برید له کبله فیلډر موټر کې ناست پنځه وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د طالبانو مهم قومندان هم شامل دی.

دې ډلې به په خروار ولسوالۍ کې له خلکو باج ټولو او دولت ضد کړنې به یې ترسره کولې.

سپوژمی پوپلزی

Comments