لوګر کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې درې مهم طالبان ووژل شول.

کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي دا عملیات تیره شپه د ځانګړو پولیسو له لوري شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي له دغو کسانو درې میله کلاشنکوف، دوه موټر سایکلونه او یوه اندازه مهمات هم تر لاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي،دغو  عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او د سیمې اوسیدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی، طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments