لوګر کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: لوګر کې د عملیاتو پر مهال دری وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمیر وسلې هم نیول شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې امنیتي ځواکونو د مرکز پل علم اړوند التمور او جمعه کلا سیمو کې عملیات کړي چې په پایله کې یې یو وسله وال وژل شوی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

شاپور احمدزی زیاتوي چې د دغه عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی او یو شمیر وسلې هم امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې افغان ځواکونو د طالبانو پرضد هدفي عملیات پيل کړي چې طالبان یې وارخطا کړي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments